AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳۰ ۲۲:۵۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85543933
T T
۰ Persons

Tags

قزاقستان د افغانستان صادراتو ته ۵۰ سلنه تخفیف ورکوي

د کابل-ایرنا-قزاقستان د اورګاډي له لارې د افغانستان په صادراتو کې ۵۰٪ تخفیف ته ژمن دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن سې شنبه د چنګاښ په ۳۰مه په خپله خبرپاڼه کې څرګنده کړه چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د قزاقستان د کرنې وزارت له مرستیال د قزاقستان د دولتي شرکت او د دغه هیواد د ریل پټلۍ مسوول سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د باثباته سوداګرۍ، په مناسبه بیه د غلو دانو د پېرلو، د غنمو د واردولو او د اورګاډي کرښې له لارې د صادراتو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې قزاقستان د اورګاډي له لارې د افغانستان صادراتو ته د ۵۰ سلنه تخفیف ژمنه کړې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان پلاوي د «بینو» د غلې دانې ترمینل چې د څه باندې سل زره ټنو د ذخیرې ظرفیت لري، لیدنه کړې ده.

که چیرې موافقه وشي، اخیستل شوي غله به په دې ترمینل کې زیرمه شي او د اړتیا په صورت کې به په مستقیم ډول افغانستان ته په ځانګړې توګه د هیواد لویدیځو ولایتونو ته لیږدول کیږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .