د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق یا یونیسف ادارې چارواکو نن پنجشنبه د چنکاښ په ۲۸مه اعلان وکړ، چې د جګړې له پیل راهیسې د دغو بې ځایه شویو ډېری یې ماشومان او ښځې دي.
یونیسف ویلي: هغه ځایونه چې د غزې تړانګې اوسېدونکي د لومړنیو اړتیاوو او امنیت د نشتوالي له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.
په همدې حال کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (انروا) مشر «فیلیپ لازارینی» په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې اسرائیلي رژیم په تېرو لسو ورځو کې د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۸ ښوونځي بمبار کړي چې ۶ یې د «انروا» اړوند دي.
په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم وحشیانه جنګ په ۲۸۶مه ورځ هم دوام لری او د دغه رژیم جیټ الوتکو په دوامدار ډول د خلکو په پټنځایونو او د خلکو د راغونډولو مرکزونه او ودانۍ او کورونه په نښه کوی.
په دې وروستیو کې د شهیدانو شمېر ۳۸ زره ۷۹۴ تنه او د ټپیانو شمېر ۸۹ زره ۳۶۴ تنه ښودل شوی دی.
د پیغام پای/
Your Comment