د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونیسف اجرایوي مشرې «کاترین راسل» نن یکشنبه د چنګاښ په ۲۴ مه وویل: «د غزې په تړانګه کې ماشومانو په روانه اونۍ کې یو بل وحشیانه جنایت تجربه کړ او راپورونه ښيي چې د هغوی زیات شمېر د خان یونس په جنایت کی ووژل شو.»
هغه ټینګار وکړ چې فلسطینیان په غزې تړانګه کښې څو ځله بې کوره شوی او اوس د پناه اخیستلو لپاره هیڅ خوندي ځای نشته.
په همدې حال کښې د لاهه د محکمې پخوانی قاضی «لوییز مورینو اوکامبو» هم نن په خان یونس کښې د صهیونیسټ رژیم د وروستیو جنایتونو په غبرګون کښې د صهیونیسټ رژیم د حساب ورکونې لپاره د یوه قانونی او نړیوال میکانیزم د رامینځته کولو په ضرورت ټینګار وکړ.
اوکامبو له الجزیرې سره په خبرو کې د صهیونیسټانو له خوا په الموصی کې ترسره شوی بریدونه یو جنګی جنایت وباله او زیاته یې کړه: د دغې پیښې په اړه باید سمدستی تحقیقات وشی.
هغه د اسرائیلو دغه اقدام د اوربند او د جګړې د ختمولو لپاره د عدالت د نړیوالې محکمې له وروستي پریکړه لیک څخه سرغړونه وبلله.
اوکامبو زیاته کړه: اسرایلو د المواصی د جنایت په اړه خپل نیت څرګند کړی دی، په داسې حال کې چې د عدالت نړیوالې محکمې شاوخوا یوه میاشت مخکې اسراییلو ته خبرداری ورکړی و چې په رفح باندې د حملې حق نه لري، ځکه چې د فلسطینیانو د پناه اخیستلو لپاره هیڅ خوندي ځای نشته.
د لاهه د محکمې دغه پخوانی قاضی تاکید وکړ: له بده مرغه نن اسرائیلو هغه ځای بمبار کړ چې ګمان کیده چې امن دی؛ یو داسې اقدام چې د اسرائیلو د نیواکګر پوځ جنایي اراده یې ثابته کړه او دا موضوع یې د عدالت نړیوالې محکمې ته په روښانه توګه مطرح کړه، څو دا مسله د اسرائیلي مشرانو د نیولو کولي شي د امر صادر کړي.
د پیغام پای/
Your Comment