AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۱ ۱۷:۳۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85536542
T T
۰ Persons

Tags

اسلامي امارت له کورنیو عوایدو څخه لویې پروژې په لاره اچولي دي

کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ویلي: اسلامي امارت له کورنیو عوایدو څخه لویې پروژې په لاره اچولي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، ارګ په خپله خبرپاڼه کې د چهارشنبې په ورځ د چنګاښ د میاشتې په ۲۰ مه نېټه اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د خوست ولایت د منګل قوم له یو شمېر مشرانو او د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې د متنفذینو سره کتلي دي.

د منګل قوم مشرانو په هېواد کې د لويو پروژو د ملاتړ په ترڅ کې وويل، چې د امنيت په ټينګښت سره د افغانستان په هره برخه کې د پرمختيايي پروژو لپاره زمينه برابره شوې او خلک په دې برخه کې د دولت د هڅو هرکلى او ملاتړ کوي.

دغو مشرانو د افغانستان د وګړو ساتنه د ملت او دولت ګډ مسوولیت وباله او زیاته یې کړه: له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د منګل قوم مشرانو د خپلو سیمو د یو شمېر ستونزو د حل او اساسي خدمتونو ته د لاسرسي په اړه وړاندیزونه له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې مخورو او علماوو هم د استوګنې د ستونزو د حل او خدمتونو ته د لاسرسي په تړاو خبرې وکړې؛ دوی وویل: د دولتي بنسټونو پرانیستې دروازې د خلکو ستونزې او د دولت او ولس په همکارۍ حل کیږي.

مولوي عبدالکبير هم وويل: دولتي مسووليت امتياز نه، بلکې خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو ادرس دى.
نوموړي يادونه وکړه، چې اسلامي امارت له داخلي عوايدو څخه لويې پروژې پيل کړي او دا لړۍ به دوام ولري.

د حکومت سياسي مرستيال د هېواد د پرمختګ لپاره د خلکو ملاتړ مهم وباله.

د پيغام پاي/

Your Comment

You are replying to: .