AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۹ ۱۵:۵۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85534546
T T
۰ Persons

Tags

د راستنیدونکو مهاجرینو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابر شي 

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر د راستنیدونکو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن سه شنبه د چنګاښ په ۱۹مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني له ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو رئیس باز محمد عبدالرحمن سره وکتل. 

د ننګرهار د مهاجرینو چارو رئیس د کډوالو چارو وزارت سرپرست ته د ترسره شوو فعالیتونو، راستنیدونکو کډوالو سره د مرستو، د تورخم فرضي کرښې په اوږدو کې د شته اسانتیاوو او خدماتو او یو شمیر نورو ستونزو په اړه معلومات ورکړل.

د مهاجرینو د چارو سرپرست وزیر د راستنیدونکو مهاجرینو لپاره په شفافیت او رفاهی خدمتونو او د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ او د مهاجرینو د شته ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

د ایرنا په وینا، له پاکستان څخه د څه دپاسه يو نيم ميليون افغان مهاجرو د جبري شړلو لړۍ له تير کال راهيسي روانه ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .