د ایران او پاکستان له استازو سره مو ګټورې لیدنې درلودې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند وايي، د دوحې درېیمې ناستې په څنډه کې یې د ایران او پاکستان له استازو سره ګټورې لیدنې درلودې.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبې د چنګاښ ۱۲ مه په خپله اېکس پاڼه د افغانستان لپاره د ایران او پاکستان له ځانګړو استازو سره د دوحې غونډې په څنډه کې د لیدنې خبر ورکړی دی.

مجاهد لیکلي: د ایران او پاکستان د استازو له مېلمستیا مننه کوم او له دواړو هېوادونو سره د ښو اړیکو په تمه یو.

مجاهد زیاته کړې، چې له اصف دراني او په قطر کې یې د دغه هېواد له سفیر او قونسلګرۍ او همداراز کاظمي قمي او د هغه له همکارانو سره ډېرې ښې ناستې لرلې.

د مجاهد د څرګندونو پر بنسټ، په دغو کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، پراختیا او اسانتیاوو په اړه بحثونه وشول او سیمه ییز اتصال او همکارۍ په ټولیزه توګه مهمې وبلل شوې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .