AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۲ ۱۴:۴۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85526921
T T
۰ Persons

Tags

د سړو سیمو د ښوونځیو ازموینې د شنبې په ورځ پیلېږي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې د سړو سیمو د ښوونځیو څلور نیمې میاشتنۍ ازموینې به د چنګاښ میاشتې په ۱۶ مه پیل شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د پوهنې وزارت مسوولینو نن سه شنبې د چنګاښ ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د هېواد د سړو سیمو د ښوونځیو څلور نیمې میاشتنۍ ازموینې به د روانې چنګاښ میاشتې له ۱۶ مې پیل او تر ۳۱ پورې به دوام وکړي.

ورځپاڼې زیاته کړې: د پوهنې وزارت د لومړنیو او منځنیو زده کړو د قانون له مخې، د هېواد په سړو او خورا سړو ولایتونو او سیمو کې د رسمي او خصوصي ښوونځیو څلور نیم میاشتنۍ ازموینې به د چنګاښ میاشتې په ۱۶ مه پیل او د همدې میاشتې تر ۳۱ مې پورې به پای ته ورسېږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .