د دوحې درېیمې ناستې پایلې د اسلامي امارت د پېژندنې لپاره پیلیزه ده

کابل- ایرنا- د نړیوالو چارو یو شمېر شنوونکي وايي، زیات شواهد او قرائن شتون لري، چې د دوحې درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره مثبت او ګټور ګامونه پورته کړل شوي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د دوحې درېیمه ناسته دوه ورځې د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور او د ملګرو ملتونو په کوربتوب تېره ورځ د چنګاښ ۱۱ مه پای ته ورسېده. اوس پوښتنه دا ده، چې د دوحې درېیمه دوه ورځنۍ ناستې د افغانستان لپاره څه پایلې درلودې؟

د پوهنتون استاد او د نړیوالو چارو کارپوه سید حسن حسینی نن سه شبنه د چنګاښ ۱۲ مه په کابل کې د ایرنا خبری اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل: د دوحې له درېیمې غونډې څخه شواهد ښیې چې دغه غونډه د افغانستان لپاره خورا ګټورې پایلې لري.

د نړیوالو چارو دغه کارپوه څرګنده کړه: په دې ناسته کې د اسلامي امارت په استازیتوب د ذبیح الله مجاهد رضایت او همدارنګه په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال خوښي څرګندوي، چې د اسلامي امارت په اړه ټول هغه ذهنیت شتون درلود او  تخریبي ادعا چې له بهر څخه ملګرو ملتونو ته ورکول کېږي، په بشپړه توګه لرې شوه.

حسیني څرګنده کړه: ذبیح الله مجاهد په دې کتنه کې د افغانستان حالات په ډېر دقت او ځیرکتیا سره وړاندې کړل او په دغه کتنه کې یې د سرپرست دولت سیمه ایزې لاسته راوړنې بیان کړې او د امارت بهرنی سیاست او شته ظرفیتونه یې ښه په ډاګه کړل.

د نړیوالو چارو دغه کارپوه څرګنده کړه: مجاهد د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان ښې اړیکې او ښه ګاونډیتوب لوېدیځو هېوادونو ته څرګند کړ او د اسلامي امارت په اړه یې د لوېدیځوالو ذهنیت بدل کړ.

حسیني زیاته کړه: ډېر شواهد او نښې شته چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په برخه کې به ډېر مثبت او ګټور ګامونه پورته کړي او زما په اند دا غونډه به د افغانستان لپاره یوه پرېکنده غونډه وي.

په ورته وخت کې د پوهنتون استاد او د نړیوالو چارو کارپوه جاوید مومند ایرنا خبری اژانس ته وویل: د دوحې درېیمه غونډه د دوحې د لومړۍ او دویمې غونډې په پرتله توپیر درلود.

هغه څرګنده کړه: د دې غونډې لومړی توپیر دا دی چې د دغو ناستو له مهمو اړخونو څخه یوه هم (د افغانستان د سرپرست دولت) په تېرو ناستو کې یې ګډون نه درلود او پایلې یې هم نه درلودې، خو په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت استازو حضور درلود.

د نړیوالو چارو دغه کارپوه د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان لپاره یوه لاسته راوړنه وبلله زیاته یې کړه: په دې ناسته کې د افغانستان او نړۍ تر منځ ګډه ژبه رامنځته شوه، څو ستونزې د خبرو له لارې حل شي، ځکه پر افغانستان د نړۍ فشارونه د حل لار نه ده که چېرې وای نو دا تېرو دریو کلونو که به یې ځواب ورکړی وو.

د مومند په وينا، نړۍ په دې باور وه چې له اسلامي امارت پرته د افغانستان په اړه ناستې پايلې نه لري او اسلامي امارت بايد په دغو غونډو کې ګډون وکړي.

هغه زیاته کړه: دا غونډه لاسته راوړنې لري، چې لومړۍ لاسته راوړنه یې د خبرو اترو، د یوې ګډې ژبې او د اړخونو ترمنځ د تعامل رامنځته کول دي، څو له دې لارې د افغانستان اوسنی بحران حل شي.

د ایرنا د راپور له مخې د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دي چې د دوحې د درېیمې غونډې پایلې د راتلونکو غونډو لپاره د ستونزو د حل او له نړۍ سره د لازیاتې اړیکو لپاره لاره هواروي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .