ایران یو له هغو فعالو هېوادونو دی، چې نړۍ له کیمیاوي وسلو پاکه غواړي

کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، ایران اسلامي جمهوریت نه یوازې دا چې هېڅکله له غیر انساني وسلو څخه کار نه دی اخیستی، بلکې تل د ډله ایزې وژنو د وسلو د له منځه وړلو مدافع او یو له هغو اغېزمنو او فعال هېوادونه وسلو څخه دی، چې له کیمیاوي وسلو پانکه نړۍ غواړي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري نن دوشنبې د چنګاښ ۱۱مه له کیمیاوي وسلو سره د مبارزې د ملي ورځې او په سردشت ښار کې د کیمیاوي حملې د کلیزې د لمانځنې په مراسمو کې وویل: هېوادونه د ایران په خلاف د کیمیاوي وسلو د تولید او استعمال لپاره د صدام ملاتړ کولو، نن ورځ په غزه کې د صهیونیست رژیم لخوا جنګي جنایتونه او بشر پر ضد جنایتونو ملاتړي دي.

هغه وویل: د صدام بم غورځوونکو څو کاله مخکې کیمیاوي حملې وکړې او په سلګونو ماشومان او ښځې یې شهیدان او په زرګونو کسان یې زخمیان کړل، په یقین سره چې په دې لړ کې د صدام د رژیم ترټولو ستر جنایت وو، د عراق د بعث رژیم د تپل شوې جګړې تر پای ته رسېدو پورې د ایران په پنځو لوېدیځو ولایتونو کې ۵۰۰ ځله کیمیاوي وسلې کارولې وې.

باقري زیاته کړه: د ملګرو ملتو د اسنادو او د لوېدیځو استخباراتي ادارو د رپوټونو له مخې لوېدیځو هېوادونو د صدام د رژیم په تجهیز او سمبالولو کې اصلي رول ولوباوه او دغه رژیم یې څو څو ځله د ایرانیانو په خلاف په پراخه کچه د کیمیاوي وسلو د استعمالولو توان ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر څرګنده کړه: لوېدیځو هېوادونو نه یوازې د جګړې په ډګر کې د صدام ملاتړ وکړ، بلکې د دیپلوماسۍ په ډګر کې یې هم د بغداد د دیکتاتور دفاع وکړه او امنیت شورا ته یې اجازه ورنه کړه، چې په اته کلنه موده د عراق د بعث رژیم پر ضد جګړه پر ضد یو پریکړه لیک صادر کړي.

هغه په دې خبرې سره چې د لوېدیځوالو په مداخلې سره امنیت شورا ونه توانیده چې د صدام د رژیم په وړاندې هېڅ ډول وقایوي اقدام وکړي په دوام یې وویل: پر سردشت برید نه یوازې د صدام د دیکتاتورۍ له امله رامنځته شو، بلکې امریکا په خپل مخالفت سره د دغه هېواد په نړیوالو سازمانونو کې د صدام پر ضد د هرډول اقدام مخه ونیوله او د نړیوالو میکانیزمونو په فلج کولو سره، دوی د صدام په وړاندې د امنیت شورا لخوا د یو پریکړه لیک د صادرولو اجازه ورنه کړه.

باقري وویل: همدغو هېوادونو نن اجازه ورکړه چې د کیمیاوي ناروغانو د درملنې لپاره اړین درمل ایران ته داخل شي.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت نه یوازې دا چې هېڅکله له غیر انساني وسلو کار نه دی اخیستی، بلکې تل د ډله ایزې وژنو د وسلو د له منځه وړلو مدافع و او یو له ترټولو اغیزمنو او فعالو هېوادونو څخه دی، چې نړۍ له کیمیاوي وسلو پانکه غواړي.

د پيغام پای/

Your Comment

You are replying to: .