AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۱ ۱۶:۳۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85526039
T T
۰ Persons

Tags

تاشکند ته له سفر مخکې د دولتي پلاوي د همغږۍ غونډه جوړه شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت تاشکند ته د سرپرست دولت د پلاوي د سفر د همغږۍ غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن دوشنبې د چنګاښ ۱۱ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې تاشکند ته د دغه هېواد د سفر لپاره د سرپرست دولت د پلاوي د همغږۍ غونډه د دې وزارت د سرپرست د نورالدین عزیزي په مشرۍ جوړه شوه.

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو، مالیې، ترانسپورت، کرنې او مالدارۍ، کانونو او پټرولیم وزارتونو، د استخباراتو ریاست او مرکزي بانک استازو حضور درلود.

په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولینو د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د دوه اړخیزو خبرو اترو او د افغانستان د خصوصي سکتور لپاره د سوداګریزو اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.

د ایرنا د خبر له مخې، ټاکل شوې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو یو نندارتون د ۲۵۰ افغان صنعتکارانو او سوداګرو په ګډون سبا د چنګاښ ۱۲ مه د اوزبیکستان په تاشکند ښار کې جوړ شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .