AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۱ ۱۶:۳۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85526038
T T
۰ Persons

Tags

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ساتلو لپاره د مرکزي بانک هڅې

کابل- ایرنا- د افغانستان مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ساتلو په موخه ۱۵ میلیونه ډالره د لیلام له لارې پلوري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان مرکزي بانک نن دوشنبې د چنګاښ ١١مه، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د تبادلې له شرکتونو او د پيسو له خدمتونو غوښتي، چې د ډالرو د پېرلو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې سبا سه شنبه د سرطان په ۱۲مه به د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتلو په موخه ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کړي.

د مرکزي بانک په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه او د اسعارو د لیلام په مرکزي کولو کې د معاملو جزوي تصفیه اجازه نه لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .