AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۱ ۱۱:۵۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85525667
T T
۰ Persons

Tags

نړۍ هڅو چې له افغانستان سره تعامل وکړي

کابل- ایرنا- کابل کې د جاپان سفیر وايي، دوی نړۍ دې ته هڅوي، چې د افغانستان سره تعامل وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو یکشنبې د چنګاښ ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې د جاپان سره سفیر تاکویوشي کورمایا سره د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولي ندا محمد ندیم د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې تاکوشي کورمیا په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل او وې ویل: موږ کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو ته سفرونه کړي او نورو ولایتونو ته هم د سفر پلان لرو.

هغه زیاته کړه: اوس مهال په ټول افغانستان کې امنیت د ډاډ وړ دی او دا امنیت د افغانانو د زړونو هیله وه.

د جاپان سفير په دوحه کې درېيمې غونډې ته په اشارې سره وويل: موږ به نړۍ وهڅوو چې له افغانستان سره تعامل وکړي.

هغه زیاته کړه: جاپان د افغانستان تر څنګ ولاړ دی، د افغانانو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او د هغوی دیني، ملي او کلتوري ارزښتونو ته درناوی کوي.

کورمې وويل: په بېلابېلو ولايتونو کې يې د واکسيناسيون، له نشه يي توکو سره د مبارزې او د طبيعي پېښو له زيانمنو سره د مرستې په برخه کې همکاري کړې او له افغانستان سره نورو همکاريو ته ژمن دى.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم له افغانستان سره د جاپان هېواد له مرستو مننه وکړه وې ویل: افغانستان له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او دا هغه مهال شونې ده، چې د افغانستان د اسلامي امارت استازي په سترو نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې ګډون وکړي او خپل وړاندیزونه او د افغانستان ریښتینی انځور نړۍ ته وړاندې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست بېلابېلو ولایتونو ته د جاپان د سفیر د سفر قدرداني وکړه او د جاپان له سفیر څخه یې وغوښتل چې د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان پوهنتونونو ته ولاړ شي او په پوهنتونونو کې د مثبتو بدلونونو څخه لیدنه وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .