مجاهد د قزاقستان، اندونیزیا او ناروې له استازو سره خبر اترې وکړې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند او د دوحې د ناستې د پلاوی مشر د دغه ناستې په ځنډه کې په جلا جلا توګه د اندونیزیا بهرنیو چارو وزیر، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او ناروې له استازي سره خبرې اترې وکړې.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د دوحې درییمې ناستې په څنډه کې ذبیح الله مجاهد د قزاقستان، اندونیزیا او ناروې له استازو سره ولیدل او د دوه اړخیزه سوداګریزه اړیکو او دیپلوماتیکو اړیکو پر غښتلتیا او ساتنې یې خبرې اترې ورسره وکړې.

د ناورې استازي له مولوي ذبیح الله مجاهد سره خبرو کې و ویل: چې هېواد یې افغانستان ته په مثبته سترګه ګوري.

د ایرنا د راپور له مخې؛ له پرون راهیسې ذبیح الله مجاهد د روسیې، هند، ناروې، قزاقستان او اندونیزیا له استازو سره کتلي او له یادو هېوادونو سره یې د افغانستان پر اړیکو په ځانګړې توګه د سوداګریزو او دیپلوماتیکو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .