AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۰ ۱۴:۱۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85524925
T T
۰ Persons

Tags

اوزبیکستان د دوحې درېیمه ناسته کې د سرپرست دولت له دریځ څخه ملاتړ کوي

کابل- ایرنا- د افغانستان لپاره د اوزبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازی وايي، هېواد یې د دوحې درېیمه ناسته کې د افغانستان د دریځ څخه ملاتړ کوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبې د چنګاښ ۱۰ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د اوزبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف سره مو د دواړو هېوادونو اړونده مسایلو باندې خبرې وکړې.

هغه څرګنده کړې: اوزبیکستان او افغانستان ګڼې اقتصادي او سوداګریزې پروژې لري او اوزبیکستان د دوحې درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت له دریځ څخه ملاتړ کوي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ ټاکل شوې د دوحې درېیمه دوه ورځنۍ غونډه نن یکشنبې د چنګاښ ۱۰ مه د ملګرو ملتونو په کوربه توب په قطر کې جوړه شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .