AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۰ ۱۴:۱۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85524920
T T
۰ Persons

Tags

افغانستان او روسیې د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

کابل- ایرنا- د دوحې درېیمه ناسته کې د افغانستان د پلاوی رییس ذبیح الله مجاهد د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره لیدلي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د سرپرست دولت ویاند او د دوحې درېیمه ناسته کې د افغانستان د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد نن یکشنبې د چنګاښ ۱۰ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: نن مو دوحه کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

هغه وویل: روسیې د افغانستان د اسلامي امارت د دریځ ملاتړ وکړ او اسلامي امارت د روسیې له مثبت دریځ څخه مننه وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره د یو اماراتي پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .