خوست او بامیانو ته د راستنو شویو کډوالو له ماشومانو د سویې د تثبیت ازموینه واخستل شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د پوهنې وزارت خوست او بامیانو ته د راستنو شویو کډوالو له ماشومانو د سویې د تثبیت ړ ازموینې د اخیستل کېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د پوهنې وزارت مسوولینو نن یکشنبې د چنګاښ ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د راستنېدونکو کډوالو د ماشومانو او هلکانو لپاره د زده کړو زمینې برابرولو په موخه په خوست او بامیانو کې راغلو ماشومانو او هلکانو د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.

ورځپاڼه لیکي: په خوست ولایت کې له ۲۲۰ کسانو او په بامیان ولایت کې له ۱۰ کسانو ازموینه اخیستل شوې ده.

چارواکي وايي، راستانه شوي ماشومان په خپلو اړوندو ولايتونو کې د عامه زده کړو په ښوونځيو کې له اوو تر يوولسم ټولګيو پورې شامل دي.

د ایرنا د راپور له مخې، د پاکستان د حکومت د پرېکړې له مخې تېر کال له یو نیم میلیون ډېر افغان کډوال له هغه هېواده افغانستان ته راستانه شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .