AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۰ ۱۲:۰۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85524737
T T
۰ Persons

Tags

د اسلامي امارت داخلي او بهرنی سیاست د اسلام تر چتر لاندې او پر ملي ګټو راڅرخي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، د اسلامي امارت داخلي او بهرنی سیاست د اسلام تر چتر لاندې او پر ملي ګټو راڅرخي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال تېره ورځ (شنبې د چنګاښ ۹ مه) پېښور کې د افغان کونسل حافظ محب الله سره ولیدل.

پېښور کې د افغان کونسل په دغه لیدنه کې و ویل: پېښور کې د پخوا په پرتله د خدماتو وړاندې کولو ښه شوي او ټولې چارې په عادي ډول دوام لري.

په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د افغانستان اسلامي امارت د ټولو افغان قومونو پورې اړوند وباله زیاته یې کړه: د اسلامي نظام داخلي او بهرنۍ تګلاره د اسلام تر سیوري لاندې د ملي ګټو پر بنسټ پرمخ ځي او د هغې پلي کولو لپاره د خلکو مشورو ته اړتیا ده. 

سیاسي مرستیال په پېښور کې د افغانستان لوی کونسل ته په خطاب کې وویل چې د افغان کډوالو لپاره د اسلامي امارت د ښه استازیتوب ترڅنګ باید مراجعینو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .