د افغانستان پېچلي او ګواښوونکي شرایط د سیمې له ټولو اړخونو سره هر اړخیزه مشورو ته اړتیا لري

کابل- ایرنا- کابل کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازی او د سفارت سرپرست وايي، د افغانستان پېچلي او ګواښوونکي شرایط د سیمې له ټولو اړخونو سره هر اړخیزه مشورو ته اړتیا لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازی او د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي نن یکشنبې د چنګاښ ۱۰ مه په خپله اېکس پاڼه قطر ته د یوه پلاوی په مشرۍ د تګ خبر ورکړی دی.

قمي دغه راز څرګنده کړې چې د افغانستان په اړه د تهران اندېښنې به د دوحې ناستې له لارې د ملګرو ملتونو او ګډونکوونکو هېوادونو سره شریکې کړي.

حسن کاظمي قومي په خپل یادښت کې زیاته کړې، چې په نننۍ غونډه کې به په ایران کې د افغان کډوالو په اړه د تهران د بشردوستانه سیاستونو په اړه هم وضاحت ورکړي.

 کاظمي قومي ټینګار وکړ: د افغانستان او سیمې پیچلي او خطرناک شرایط له ټولو خواوو سره هراړخیزو مشورو ته اړتیا لری.

هغه هیله څرګنده کړه، چې د دوحې خبرې اترې به د افغانستان د باعزته خلکو د درد او کړاو د کمولو لامل شي او د سولې، ثبات، امنیت، تلپاتې پراختیا او د خلکو د ازادې ارادې پر بنسټ له بهرنۍ لاسوهنې او تسلط پرته یو حکومت رامنځته شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .