AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۰ ۱۰:۵۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85524611
T T
۰ Persons

Tags

د دوحې ناسته نن مازیګر ۶:۴۵ بجې پیل کېږي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۰ ۱۰:۵۵
News ID: 85524611
د دوحې ناسته نن مازیګر ۶:۴۵ بجې پیل کېږي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وايي، د دوحې ناسته نن مازیګر ۶:۴۵ بجې پیل کېږي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي نن یکشنبې د چنګاښ ۱۰ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د اجنډا پر اساس به د دوحې درېیمه ناسته نن یکشنبې د چنګاښ ۱۰ مه به ځايي وخت مازیګر ۶:۴۵ بجې پیل او د شپې په ۸:۴۵ بجو به پای ته ورسېږي.

جلالي لیکلي: د دوغونډې په دویمه ورځ به په دوه جلا ناستو کې پر دو نورو موضوعاتو خبرې اترې وشي، چې لومړی به یې د بانکي او مالي بندیزونو په اړه د سهار له ۸:۳۰ د غرمې تر ۱۱ بجو پورې دوام وکړي او دویمه موضوع له نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې اترې دي، چې د ۱۱:۳۰ نه به پیل او د ماسپيښن ۲ بجو بورې به دوام وکړي او وروسته به ناسته په رسمي ډول پای ته ورسېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وايي، د درېیمې ورځې خبرې اترې د دوحې په ناستې پورې اړه نه لري.

 د پيغام پای/

Your Comment

You are replying to: .