مجاهد: ایران کې چې هر دولت راشي له کابل سره به یې اړیکې ښې وي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند د ایران ولسمشرۍ ټاکنو سره هممهاله ویلي، هر حکومت چې په ایران کې رامنځ ته کېږي له افغانستان سره به ښايي ښې اړیکې ولري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران ولسمشرۍ ټاکنو ته په غبرګون کې و ویل«د افغانستان او ایران تر منځ اړیکو کې به له ټاکنو وروسته کوم بدلون رانه شي.»

د مجاهد په وینا، هر حکومت چې له ټاکنو وروسته په ایران کې راځي، ښايي له اسلامي امارت سره خپلو اړیکو ته ښه والی ورکړي.

هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت د ایران په ټاکنو کې د خیر غوښتونکی دی او د کابل او تهران تر منځ اړیکې اړینې بولي.

د ایرنا د راپور له مخې په ایران کې د ولسمشرۍ څوارلسمې دورې ټاکنې تېره ورځ جمعه د چنګاښ ۸ مه په ټول هېواد کې تر سره شوې، چې نن شنبې د چنګاښ ۹ مه یې له غرمې وروسته پایلې اعلان شوې.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د اعلان پر اساس په لومړي پړاو کې د څلور واړه نوماندانو یوه یې هم اکثریت رایې تر لاسه نه کړې او د راتلونکې جمعې د چنګاښ ۱۵ مه به د سعید جلیلي او مسعود پزشکیان تر منځ ټاکنې وشي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .