عدالت او روڼتیا د چارو د سمو، د نظام د پیاوړتیا او خلکو د خوښۍ سبب کېږي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، عدالت او روڼتیا د چارو د سمو، د نظام د پیاوړتیا او خلکو د خوښۍ سبب کېږي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن شنبې د چنګاښ ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیر عبدالطیف منصور، د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور، د مرکزي بانک رییس هدایت الله بدري او منصوري قول اردو د څلورمې لوا له قوماندان سره د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکری دی.

خبرپاڼه زیاتوي: د اړوندو ادارو مسوولینو د خپلو چارو په اړه معلومات ورکړل ویې ویل، چې د ټولو ادارو په همغږۍ به د خلکو ستونزې هوارې شي.

د حکومت سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وويل: عدالت او روڼتيا د نظام د پياوړتيا او د خلکو د رضايت په چارو کې ښه والی راولي، چې بايد جدي پاملرنه ورته وشي.

د سرپرست حکومت دغه چارواکي زیاته کړه: د اسلامي نظام ځانګړنه د عدالت پلي کول دي او باید د متوازن انکشاف په برخه کې ټولو هېوادوالو ته خدمات وړاندې شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .