سمه به د دوحې په ناسته کې پر افغانستان د بندیزونو د لرې کولو بحث مطرح کړي

کابل- ایرنا- د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وايي، د سیمې هېوادونه او افغانستان به د دوحې په درېیمه ناسته کې پر افغانستان د لوېدیځ د یو اړخیزه بندیزونو د لرې کولو بحث مطرح کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي جمعه ماښام د چنګاښ ۸ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د افغانستان اسلامي امارت او سیمې د هېوادونو تر منځ د سیاسي درک میزان مخ پر زیاتوالي دی.

هغه څرګنده کړه، په سیمه ییزو او بهرنۍ ناسته کې د سیمې هېوادونه د افغانستان پر پرمختګ ټینګار کوي او غواړي چې پر افغانستان بانکي بندیزونه لرې شي، د افغانستان پر وړاندې مالي او بانکي بندیزونه په حقیقت کې د افغانستان او سیمې ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا اغېزمن شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي لیکلي: وړاندوینه کېږي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به د سیمې هېوادونه او افغان حکومت د یو اړخیز او غیر قانوني بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه: د دوحې درېیمه ناسته په حقیقت کې د یو اړخیز بندیزونو په اړه د افغانستان د حکومت او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او نظرونو د تبادلې یو فرصت دی چې په دې برخه کې پرمختګونه په راتلونکو ناستو کې مثبتې اغیزې لرلی شي.

د جلالي په وينا، لوېديځ هم نه غواړي له افغانستان سره په خپلو تعاملاتو کې له نورو لوبغاړو وروسته پاتې شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .