اسلامي امارت د عاشورا مراسمو د امنیت ساتنې ته ژمن دی

کابل- ایرنا- د هرات ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر رییس وايي، د اسلامي امارت نظام د عاشورا د مراسمو د امنیت تامین ته ژمن دی.

هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د هرات ولایت د حج او اوقافو ریاست نن پنشنبې د چنګاښ ۷ مه په دغه ولایت کې د حسني (ع) عاشورا مراسمو د لا ښې همغږۍ په اړه د غونډې جوړېدو خبر ورکړی دی.

د هرات ولایت د هرات د امربالمعروف او نهی عن المنکر رییس شیخ عزیزالرحمان المهاجر و ویل: حکومت هڅه کوي، چې د عاشورا مراسم په امن په فضا کې د تېرو کلونو په شان له وېرې او ډار پرته تر سره شي.

هغه په دې خبرې سره چې د عاشورا پیغام د یووالي پیغام دی، ټینګار وکړ چې علماء باید د عاشورا په ورځ د پیغمبر د کورنۍ د زړورتیا او د عاشورا د یووالي پیغام د بیانولو لپاره هڅې وکړي.

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدالله متقي وويل: امنيت تر ټولو مهمه مسئله ده او د اسلامي امارت نظام د عاشورا د مراسمو د امنيت تامينولو ته ژمن دى.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه: د مذهبي ورځو په تېره بيا د عاشورا د امنيت تامينول د دولت له مسووليتونو څخه دي، څو خلک په ښه توګه ولمانځي.

 شیعه عالمانو هم په دې غونډه کې وویل، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ له وخت راهیسې د عاشورا او نور مذهبي مراسم لمانځي.

 دوی هیله څرګنده کړه چې سږ کال به د عاشورا مراسم د یووالي او امنیت په فضا کې په ښه توګه ترسره کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .