AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶ ۱۶:۱۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85520856
T T
۰ Persons

Tags

د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان لپاره مهمه ده

کابل- ایرنا- د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر وايي، د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان لپاره مهمه ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو نن چهارشنبې د چنګاښ ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پاول کلومن بکن سره د دغه وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د لیدنې خبر ورکړی دی.

د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست و ویل: خبرې اترې د اسیاسي مشکلاتو او ستونزو د هواري اساسي لار ده.

خیرالله خیرخواه زیاته کړه: اسلامي امارت له نړۍ سره د دوه اړخیزو اړیکو پر بنسټ د اړیکو ټینګول او پراخول غواړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان په اړه په غونډو او خبرو اترو کې د ناروې رول مهم یاد کړ او د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ یې د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې یې اغېزمن او مهم وباله.

په دې کتنه کې پاول کلومن بکن د دوحې د درېیمې ناستې په اړه معلومات وړاندې کړل او دغه ناسته یې د افغانستان لپاره مهمه وبلله.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .