AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶ ۱۶:۱۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85520847
T T
۰ Persons

Tags

آنروا: هره ورځ غزه کې ۱۰ ماشومان یوه یا ۲ پښې له لاسه ورکوي

کابل- ایرنا- د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کارموندنې او مرستې رسونې استازولۍ (انروا) رییس وايي: غزه کې په اوسط ډول هره ورځ ۱۰ فلسطیني ماشومان  یا یوه او یا هم دواړه پښې له لاسه ورکوي.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې فلسطیني خبري آژانس «سما» نن چهارشنبې د چنګاښ ۶ مه اعلان کړی دی، چې په انروا کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کارموندنې او مرستې رسونې استازولۍ رییس فلیپ لازاریني په سوئیس کې د یوې خبري ناستې پر مهال په غزه کې د ماشومانو وضعیت خراب وښوده.

هغه څرګنده کړه: دغه احصایه د ملګروملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) له خوا د خپرو شویو شمېرو پراساس ده.

د انروا مشر زیاته کړه چې هره ورځ ۱۰ ماشومان چې یوه یا دوه پښې له لاسه ورکوي په دې مانا چې شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطیني ماشومانو د غزې د اوسېدونکو په وړاندې د اسراییلو له ۲۶۰ورځو وحشیانه جګړې وروسته یوه یا دوه پښې له لاسه ورکړې دي.

هغه و ویل«موږ ته خبر راکړل شوی چې په غزه کې اکثرا په خورا ناوړه شرایطو کې او ځینې وختونه د انستیزیا پرته عملیات ترسره کیږي» زیاته کړه چې دا په ماشومانو باندې هم تطبیق کېږي.


۲۱ زره ماشومان ورک شوي دي

لازاريني همداشان د «سيف چلډرن» د نادولتي سازمان د دوشنبې د ورځې د رپوټ په هکله وويل چې اټکل کېږي چې د غزې په تراډه کې د جګړې له پيل څخه تر اوسه ۲۱ زره فلسطيني ماشومان ورک شوي دي.

ده زياته کړه: دغه ورک شوي ماشومان يا تر خاورو خځلو لاندې ښخ شوي او يا نيول شوي او يا په نامعلومو قبرونو کې ښخ شوي او يا له خپلو کورنيو او خپلوانو سره اړيکې پرې شوي دي.

د آنروا مشر یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې د ادارې بودیجه به د اګست تر پایه پای ته ورسېږي او ټینګار یې وکړ چې اداره د کال تر پایه ۱۴۰ ملیون ډالرو تمویل ته اړتیا لري.

د ایرنا د خبر له مخې؛ په داسې حال کې چې په غزې تراډه د صهیونیست رژیم د یرغل له پیله ۲۶۴ ورځې تېرې شوې دي، له کومې پایلې او لاسته راوړنې پرته دغه رژیم ورځ تر بلې په داخلی او خارجی بحرانونو کې ډوبېږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .