ایران اسلامي جمهوري وښوده چې پر پردیو له تکیې پرته کولی شي مخ ته لاړ شي

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي انقلاب مشر وايي، ایران اسلامي جمهوري وښوده چې پر پردیو له تکیې پرته کولی شي مخ ته لاړ شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت د انقلاب مشر آیت الله سید علي خامنه اي نن سه شنبې د چنګاښ ۵ مه د غدیز خم اختر په مناسبت د څوارلسمې دورې ولسمشر ټاکنو په درشل کې د ایران د پنځو ولایتونو له یو شمېر خلکو سره ولیدل.

د ایران د اسلامي انقلاب مشر د مننې تر څنګ د غدیر اختر څخه د خلکو لمانځې په پار و ویل: غدیر اختر په ټولو مسلمانانو پورې اړوند دی، د هجري کال د ذی الحجې لسمه د کفارو د مایوسۍ او خفګان ورځ ده.

هغه زیاته کړه: کافران ولې نا امید شول؟ دا ځکه چې په یو وخت کې د اسلام سیاسي حاکمیت شتون لري، یو اسلامي عقیده لري، مګر دا یو اسلامي سیاست نه دی. دا اسلامي حکم نه دی. کله چې د اسلام حاکمیت رامنځ ته شي، د اسلام روح به په رښتیني ډول درک شي، د اسلام روح امامت دی.

ایت الله خامنه ای د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو ته په اشارې سره وویل: اسلامی جمهوریت وښودله چې په بهرنیانو له تکیه کولو پرته پرمختګ کولای شی او پرمختګ یې کړی دی.

هغه دا هم وویل چې زه له پیل څخه د یوې یا دوو استثناوو پرته له ټولې نړۍ سره په تعامل باور لرم او ویې ویل: یو وخت سویلي افریقا یو داسې هېواد و چې د توکمیز تبعیض جوړښت درلود چې موږ ورسره اړیکې پرې کړې، کله چې نژادي تبعیض هلته ورک شو، ایران هغه هېواد سره اړیکه ټینګه کړه.

نوموړي زیاته کړه: د ایران په ځینو حکومتونو کې لکه د شهید رئیسي حکومت چې د انقلاب په اصولو باندې پابند وو، زموږ نړیوالې اړیکې نورې هم ټینګې کړې.

هغه د دې په بیانولو سره چې ایران باید بهرنیانو ته په درنه سترګه ونه ګوري، وویل: دا د انحلال په مانا نه ده، بلکې دا د زړورتیا او ملي خپلواکۍ په مانا ده چې په نړۍ کې د یوه ملت درنښت لوړوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .