د نوې کرنې د ترویج لپاره اړینه ده، چې د کرونده ګرو او مالدارانو افکار بدلون وکړي

مزارشریف- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې او مالدراۍ وزارت سرپرست وايي، د دې لپاره چې نوې کرنه ترویج شي، اړینه ده، چې د کرونده ګرو او مالدارانو افکار بدل شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال والي مولوي نور الهاد ابو ادریس سره په لیدنه کې د کرونده ګرو او مالدارانو د وړتیا په لوړونې او نوې کرنې او مالدارۍ سره پر بلدتیا ټینګار وکړ.

د کرنې وزارت سرپرست څرګنده کړه: دا د امارات د چارواکو او په ځانګړې توګه د کرنې د کارکوونکو دنده ده چې د خلکو د افکارو په بدلولو کار وکړي تر څو د هغوی د کرنې او مالدارۍ د تولید کچه لوړه شي او اقتصاد هم ښه شي.

عمري د کرنې وزارت د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې وې ویل: د څارویو پالنه، د ځمکې مدیریت، د عصري کرنې وده، د عشر او زکات راټولول او د اوبو مدیریت د کرنې وزارت اساسي مسوولیتونه دي او زه د بلخ له ټولو سیمه ییزو چارواکو څخه غوښتنه کوم. چې دا پیغام خلکو ته ورسوي او په سیمه کې د کارمندانو د کرنې او مالدارۍ سکتور د پلانونو په پلي کولو کې همکاري وکړي.

د بلخ مرستیال والي د افغانستان پر ځان بسیا کېدل په کرنه پورې تړلي وبلل او د بلخ سیمه ییزو چارواکو ته یې امر وکړ چې د کرنې له کارکوونکو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .