AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴ ۱۹:۱۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85519109
T T
۰ Persons

Tags

د سویلي افریقا د روغتیا او کانونو کارپوهانو د عبدالغني برادر سره ولیدل

کابل- ایرنا- د سویلي افریقا د روغتیا او کانونو یو شمېر پانګوالو او کارپوهانو د افغانستان د سرپرست دولت له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال دفتر نن دوشنبې د چنګاښ ۴ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سویلي افریقا د روغتیا او کانونو یو شمېر پانګوالو او کارپوهانو سره د ملا عبدالغني برادر د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې د سویلي افریقا د روغتیا او کانونو یو شمېر پانګوالو او کارپوهانو په افغانستان کې د پانګونې لپاره د رامنځ ته شوي فرصت ته په کتو د کانونو به برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او زیاته یې کړه چې په پرمختللې ټیکنالوژۍ سره به د کانونو د استخراج لپاره لاس په کار شي.

دغه راز د دغه هېواد د روغتيايي برخې کارپوهان وايي، چې غواړي د افغانستان د عامې روغتيا له وزارت سره په همغږۍ يو معياري او مجهز روغتون جوړ کړي، څو په افغانستان کې د روغتيايي سکټور ملاتړ وشي او خلکو ته ښه روغتيايي خدمات وړاندې شي. 

د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند هم په دې ناسته کې د سویلي افریقا پانګوالو، پوهانو او د روغتیا په برخه کې کارپوهانو ته وویل، چې د دوی د پانګونې لپاره به د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ضمانت وکړي.

د برادر په وينا، اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره ده او ټول کورني او بهرني پانګه وال کولاى شي له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .