په تېرو دریو کلونو کې مو ۳۵۰ روغتیايي مرکزونه په هېواد کې جوړ کړي دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د عامې روغتیا وزارت ویاند په تېرو دریو کلونو کې په هېواد کې د ۳۵۰ روغتیايي مرکزونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت امرخېل دوشنبې د چنګاښ ۴ مه و ویل: افغانستان کې د اسلامي امارت له راتلو وروسته د هېواد په کچه د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره هڅې دوام لري.

نوموړي په هېواد کې په نږدې پنځه زره روغتیايي مرکزونو کې د لسګونو زرو کارکوونکو د فعالیت او خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکړ ویې ویل: د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته ۳۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او پاتې نیمايي پروژې به روان کال بشپړې شي. 

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د شمېرو له مخې په ۱۴۰۳ کال کې د روغتیا په څانګه کې څه د پاسه شپږ زره نوي روغتیایي کارکونکي وګمارل شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .