AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴ ۱۰:۳۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85518450
T T
۰ Persons

Tags

روسي پانګوال غواړي د بلخاب د مسو په کان پانګونه وکړي

کابل- ایرنا- یو شمېر روسي پانګوالو د افغانستان پر کانونو په ځانګړې توګه د بلخاب د مسو په ګان پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت نن دوشنبې د چنګاښ ۴ مه په یوه خبرباڼه کې د یو شمېر روسي پانګوالو سره د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور، د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال او ورسره د ځینو وزارتونو رییسانو د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې روسي پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مناسب وګڼل او د هېواد په کانونو په ځانګړي ډول د بلخاب د مسو په برخه کې یې د پانګونې لپاره د دغه وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم د روسي پانګوالو د لېوالتیا هرکلی وکړ ویې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت به د بهرنیو پانګوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زياته کړه: د افغانستان دولت په ټول هېواد کې د امنيت په تامينولو سره د بهرنيو پانګوالو د جلب او جذب لپاره مناسب چاپيريال برابر کړى دى او هر پانګه وال کولاى شي د شرايطو په پام کې نيولو سره د افغانستان په کاني زيرمو کې د پانګونې لپاره خپل وړانديزونه وړاندې کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .