AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳ ۱۸:۳۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85517868
T T
۰ Persons

Tags

تل آبیب کې د نتانیاهو پر ضد لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل/ درې تنه نیول شوي

کابل- ایرنا- په اسرائیلو کې د پراخو لاریونونو په ترڅ کې د صهیونیستي رژیم پولیسو په لاریون کوونکو چې د بنیامین نتانیاهو د لرې کېدو غوښتنه کوي برید کړی او یو شمېر لاریونوال یې نیولي دي.

د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ اسرائیلي لاریون کوونکو تېره شپه د چنګاښ ۲ مه د اسرائیلو مرکز تل آبیب کې ځینې واټونه د بندیانو د تبادلې لپاره د حماس سره د صهیونیستي رژیم د نه توافق له امله وتړل.

اسرائیلي لاریون کوونکو تل آبیب کې د لیکود دفتر مخې ته اور اچونه وکړه، د نتانیاهو د کابینې د چپه کېدو او غزه کې یې د بندیانو د ژر تر ژره تبادلې غوښتنه کوله.

د صهیونیست رژیم د پوځ راډیو هم راپور ورکړ چې د دغه رژیم پولیسو د لیکود ګوند د مرکز په مخکې درې لاریون کوونکي نیولي دي.

په دې اړه د صهیونیست رژیم د کارګر ګوند مشر یایر گولان وویل: په لاریونونو کې د پولیسو تاوتریخوالی ډېر زیات وو او اوس د دې وخت رارسېدلی، چې پولیس له ځانه وپوښتی چې آیا د خلکو خدمت کوي؟ یا د داخلي امنیت وزیر ایتمار بین ګیر ته خدمت کول، څوک چې د ترهګرو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: پولیسو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د یو فاسد او ناکام حکومت وسیله شي چې اسراییل تباه کوي.

خبری سرچینو د شنبې په شپه د تل ابیب په شمول د فلسطین په مختلفو ښارونو کې د دغه رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په خلاف د صهیونیستانو د پراخو لاریونونو د ترسره کولو خبر ورکړی وو.

په زرګونو صهیونیستانو په تل ابیب، قدس، حیفا، قیساریه، بئرالسبع او ځینو نورو ښارونو کې د بنیامین نتانیاهو پرضد لاریونونه پیل کړل او د غزې له مقاومت سره یې د بندیانو د ژر تر ژره تبادلې غوښتنه وکړه.

د عبراني ژبې ورځپاڼې یعودیت آحارونوټ راپور ورکړی چې په تل ابیب کې د اکتوبر له اوومې (د تلې ۱۵ مې) لاریونونه تر ټولو لوی لاریونونه وو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .