د کرکټ نړیوال جام: افغانستان په لومړي ځل استرالیا ماته کړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال ۲۰ اوریز جام سالیو کې په لومړي ځل اسټرالیا ته ماته ورکړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان او اسټرالیا تر منځ دغه لوبه نن یکشنبې د چنګاښ ۳ مه سهار ۵ بجې د ویسټ انډیز په آرنوس واله لوبغالي کې د استرالیا په ماتې سره پای ته ورسېده.

افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۹ منډې هدف وټاکه. په دغه لوبه کې رحمن الله ګربز ۶۰ او ابراهیم ځدراڼ ۵۱ منډې وکړې.

په دویمه پاڼۍ کې افغان لوبغاړو ښه توپ اچونه وکړه او اسټرالیا په ۲۰ ام اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۷ مندې وکړې او لوبه یې د ۲۱ منډو په توپیر افغانستان ته وبایلله.

په توپ اچونه کې ګلبدین نایب ښه وځلېده او په ۴ اورونو کې یې د ۲۰ منډو په ورکولو سره څلور لوبغاړی وسوځول او لوبې غوره لوبغاړی هم ونمول شو.
نوین الحق هم ښه توپ اچونه وکړه او په ۴ اورونو کې یې د ۲۰ منډو په ورکړې سره ۳ لوبغاړي وسوځول.

د ایرنا د خبر له مخې دا بری د افغانستان لپاره په نړیوال جام کې تاریخی بری و ځکه تر دې وړاندې یې استرالیا نه وه ماته کړې.

افغانستان د اته غوره لوبډلو پړاو کې خپله لومړۍ لوبه په هند وبایله او درېیمه هغه یې له بنګله دېش سره ده، که چېرې بنګله دېش ته ماته ورکړي او هند یې له استرالیا څخه وګټي نو افغانستان نیمه پای لوبې ته لار مومي.

د یادونې ده، چې د افغانستان او بنګله دېش لوبه د راوتلونکې سه شنبې په ورځ ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .