د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو درې میاشتۍ راپور له واقعیتونو لرې دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د سیاسي دفتر مشر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو درې میاشتني راپور ته په غبرګو کې وايي، د دغه بنسټ موندنې د هېواد له اوسنیو واقعیتونو ډېرې لرې دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ قطر کې د افغانستان د سرپرست دولت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین جمعه شپه د چنګاښ اوله د ملګرو ملتونو په راپور کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او بشري حقونو بد حالت په کلکه رد کړ.

له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یو ناما د دغه سازمان امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې امنیتي پېښې زیاتې وې.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د ریچارډ بینیټ د راپور په اړه غبرګون ښودلی، ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو ځینې غړي غواړي د دوحې د غونډې په څنډه کې د خلکو ذهنیت ګډوډ کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .