نتنیاهو د حزب الله د پرمختللو عملیاتو څخه ویره لري / په تل ابیب کې د «هدهد» وژونکي نظامي برید

کابل- ایرنا- د عربي نړۍ شنوونکي د لبنان د حزب الله پوځي ځواک او پر صهیونیسټي رژیم باندې د «هدهد» ډرون وژونکي برید تحلیل کړی.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ د عربی نړۍ تحلیلګر عبدالباري عطوان نن چهارشنبې د غبرګولي ۳۰ مه په یوه مقاله کې لیکلي: د نیواک شویو سیمو په شمال د ګیلیلی په سیمه کې د حزب الله ډېر پرمختللي عملیاتو د صهیونیست رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سخت اندېښمن کړی دی.

د هدهد نصرالله د معجزې کیسه څه ده؟ بیروت ته د امریکا د ځانګړي استازي اموس هوچسټین په سفر کې د لبنان چارواکي باید څه ډول ځواب ورکړي؟ په دې برخه کې دوی ته زموږ سپارښتنې څه دي؟

هغه زیاته کړې: حزب الله په یو بې ساري پوځي پرمختګ د سه شنبې په ورځ د ګیلیلی په پوځی مرکز کې د مرکاوا ټانک د ځانمرګي ډرون په وسیله ویجاړ کړ، وضعیت هغه وخت خپل اوج ته ورسېد کله چې حزب الله د هدهد جاسوسي ډرون اعلان وکړ چې د اسراییلو ټول رادارونه او د څارنې مرکزونه یې له منځه یوړل او د شمالي اشغال شوي فلسطین د حساسو نظامي سیمو په شمول د هوایی ډګرونو، د وسلو ډیپو، د توغندیو پلیټ فارمونه او حیفا تفصیلي عکسونه یې واخیستل.

دا د اسراییلو لپاره یو وژونکی پوځي ګوزار دی، او دا به په پوځي تاریخ کې داخل شي. دا پیښه د ډېری دلایلو له امله خورا مهمه ده چې موږ یې لاندې یادونه کوو:

۱. دا برید په داسې حال کې ترسره شو چې هوچسټین د خپل دورې سفر په ترڅ کې بیروت ته ورسېد، چې د اشغال شوي بیت المقدس څخه د اشغال شوي فلسطین سره د لبنان په پوله کې د تاو تریخوالي د کمولو په هدف پیل شو، په بیړنۍ توګه ترتیب شوی سفر د امریکا د مخ په زیاتیدونکي اندیښنې لوړوالی ښیي.

۲. دا برید د حزب الله د ځپلو د جګړې د دوام سره سم دی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ نیټه د الاقصی طوفان عملیاتو وروسته پیل شو، که څه هم حزب الله په خپله اعلامیه کې د ډرون ډول او ځانګړتیاوو ته اشاره نه ده کړې، خو څرګنده ده چې دا خورا پرمختللې ده او له مخکنیو الوتکو څخه په بشپړه توګه توپیر لري.

۳. دا څرګنده ده چې هغه څه چې په غزه کې پیښېږي هېڅکله حزب الله نه دی ویرولی او پرعکس پایلې یې درلودې او د اسراییلو کمزورتیا یې ښودلې ده، اسراییلي چارواکي د تیږو دورې ته د لبنان د بېرته راستنېدو او د بېروت د ویجاړولو جرئت نه کوي.

۴. په وروستیو ورځو او اونیو کې د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د حزب الله پوځي بریدونه د حزب الله د ساحوي قوماندانانو د وژلو په وړاندې د غبرګون د شدت څرګندونه کوي، چې وروستی یې د «سمیع عبدالله» عرف ابو طالب دی او په دې وروستیو کې د فلسطین په خاوره کې وروستي عملیات، د بې پیلوټه الوتکو کارول د دې قضیو څخه دي.

۵. دې مفصلو عملیاتو وښودله چې د لبنان د ځینو داخلي ډلو په ملاتړ د متحده ایالاتو فشارونه چې د اسراییلو له هڅو سره یوځای شوي وو چې حزب الله دې ته اړ کړي چې خپل ځواکونه د «لطاني» سیند شمال ته وباسي او د حزب الله مشران به یې له مینځه یوسي، دې فشارونو ته غاړه نه ږدي او د نړۍ هېڅ ځواک نه شي کولی چې د خپلو ځمکو یوه برخه پریږدي.

۶.که په تېرو اتو میاشتو کې د اشغال شویو سیمو په ژورو کې د ۵۰۰۰ کاتیوشا راکټونو بریدونه وشول او د «صفد» او «طبریا» ښارونه د توغندیو بریدونو سره مخامخ شوي، که په نښه کوونکي توغندي کارول شوي، هره ورځ درې زره راکټونه په نورو ښارونو لکه حیفا، یافا، عکا، اشغال شوی بیت المقدس، اشدود، السبع او دیمونا په نښه کوي، وضعیت به څنګه وي؟

دغه شنونکي په دوام کې وویل: یادې شوې قضیې بېروت ته د هوکشتان د بیړني سفر دلایل روښانه کوي چې په لبنان کې د نیواکګر رژیم د ژغورلو او د غزې په تراډه او د فلسطین په شمال کې درګونو سمندرونو،  مدیترانې او د هند سمندر کې د ماتې د کمولو او د لپاره په بې صبرۍ سره په لبنان کې د نیواک د جګړې د بندولو په هڅه کې دي.

هغه زیاته کړه: هوکشتان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي او د لبنان د پارلمان له مشر نبیه بیری سره د کتنې په ترڅ کې څرګنده کړه: موږ په سختو شرایطو کې ژوند کوو او د لبنان په سرحدونو کې د حالاتو لپاره د پرېکنده حل غوښتنه کوو، په غزه کې د اوربند رامنځ ته کول به د لبنان او اسرائیلو ترمنځ شخړه کمه کړي، د لبنان او غزې د دوو جبهو ترمنځ د اړیکو د روښانه اعتراف په توګه، او په دواړو جبهو کې د جګړې د شدت په اړه د امریکا اندېښنه څرګندوي، په ځانګړې توګه په غزه کې، چې په چټکۍ سره مخ په وړاندې روان دی دا په بشپړه توګه جګړه ده.

عطوان دغه راز «هوکشتان» یو مکار او درواغجن کس وباله  ویې ویل: «د هغه وروستی درواغ له اشغال شوي فلسطین سره د لبنان د سمندري پولو د ایستلو او غاصب رژیم ته د کاریش د ګازو د ساحې د ورکولو او له ټولو څخه د غچ اخیستو په هکله دي، د هغه ژمنې، دا لبنان ته وه. آیا هوکشتان او د امریکا حکومت د لبنان د اقتصادي سوکالۍ او لبنان د تیلو او ګازو په تولیدونکي هیواد بدلولو او د اوپیک د غړیتوب ژمنه نه وه کړې؟ هغه ګاز چې له مصر څخه لبنان ته راتله او برېښنا چې باید له اردن څخه راورسېږي او لبنان روښانه کړي چیرته دي؟

هغه د لبنان واکمنانو ته په خطاب کې وويل: هغه په ډېره عاجزۍ سره ونيسۍ او ورسره مه ګورۍ او خبرو ته يې غوږ مه نيسۍ، ځکه چې هغه په ضعيف حالت کې دى او تاسو د مقاومت او استقامت په وجه مضبوط ياست.

د ایرنا د راپور له مخې؛ د سه شنبې په ورځ رسنیو اعلان وکړ چې د لبنان د حزب الله بې پیلوټه الوتکې شمالي اشغال شوي فلسطین ته رسېدلي او د حیفا په بندر کې یې د حساسو موقعیتونو بریالۍ عکس العمل ښودلی.

په لبنان کې د حزب الله لخوا خپره شوې ویډیو هم ښیي چې یوه بې پیلوټه الوتکه د اشغال شوي فلسطین شمالي سیمو ته ننوتې او حساسو ځایونو فلمونه یې اخیستي.

د راپور له مخې دغه بې پیلوټه الوتکه په بریالیتوب سره د مهمو عکسونو له اخیستلو وروسته لبنان ته ستنه شوه او دغه عکسونه یې د مقاومت جنګیالیو ته برابر کړل.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .