ننګرهار کې د اوبو رسولو شبکې په جوړېدو سره څه باندې ۸۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ

کابل- ایرنا- د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د اوبو رسولو شبکې په جوړېدو سره ۸۱۶ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ننګرهار د کلیو جوړولو او پراختيا رياست نن پنشنبې د غبرګولي ٢٤مه، د باختر آژانس خبريال ته وويل چې سعودي عربستان په دغه ولايت کې د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړولو اووه مليونه افغانۍ لګولې دي.

سرچينې زياته کړه: د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د دغې شبکې په جوړېدو سره ٨١٦ کورنيو د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسى پيدا کړى دى.

د ایرنا په وینا؛ ننګرهار د افغانستان یو له لویو او ګڼ نفوسه ولایتونو څخه دی چې په ګرمه هوا کې د میوو او سبزیجاتو په ګډون د کرنیزو محصولاتو د کرلو لوړ ظرفیت لري او خلک یې تر ډېره په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .