د سروبي د دویم برېښنا بند د جوړېدو او د جوزجان له ګازو د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا چارې تعقیبېږي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي معاونیت د سروبي د دویم برېښنا بند د جوړېدو او د جوزجان له ګازو د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا چارو د تعقیب دنده د برېښنا وزارت ته د سپارلو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي معاونیت دفتر نن پنشنبې د غبرګولي ۲۴ مه په یوه خبرباڼه کې اعلان کړی دی، چې د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونده کې د سروبي د دویم برېښنا بند د جوړېدو او د جوزجان ولایت له ګازو د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا پر تولید خبرې اترې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي، د کابل ولايت د سروبي د برېښنا د دويم بند جوړول، په جوزجان ولايت کې د ٣٠٠ ميګاواټه ګازي برېښنا د توليد، د ساختماني توکو په اړه د کانونو او پټروليم وزارت له خوا چمتو شوې طرحه او يو شمېر نور اقتصادي مسايلو باندې بحث وشو.

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د سروبي د دویم بند د جوړولو په اړه د اقتصادي کمېسیون نظرونه په پام کې ونیسي او له بېلابېلو شرکتونو سره تخنیکي بحث وکړي او خپل راپور اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. 

دغه راز وزارت ته لارښوونه وشوه چې د پروژې له برابرونکي شرکت سره دې تخنیکي خبرې وکړي او د جوزجان ولایت د ۳۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید په اړه دې د کانونو او پټرولیم وزارت په ګډون اقتصادي کمېسیون ته راپور وړاندې کړي.

دغه راز اقتصادي کمېسیون د ساختماني موادو (شګو، جغل، ډبرو) د طرحې په اړه هم خبرې وکړې چې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا وړاندې شوې وه او د یادې طرحې له هر اړخیزې ارزونې وروسته یې د ساختماني موادو د توافق په برخه کې ټاکل شوې کمیټې ته وړاندې کړي. د کانونو او پټرولیم وزارت رهبري ته دنده وسپارل شوه چې د اقتصادي کمیسیون له خوا د ترسره شویو تعدیلاتو له مخې دغه طرحه د امکان تر حده بډایه کولو په موخه له اړوندو وزارتونو او ریاستونو سره ګډه غونډه جوړه کړي او نهايي مسوده د تصویب لپاره د اسلامي امارت د رهبرۍ دفتر ته واستوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .