په وروستیو دوه میاشتو کې د کانګو پېښو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، د روان کال په وروستیو دوه میاشتو کې د کانګو په پېښو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ هر کال د لوی اختر په رارسېدو سره چې د خلکو له حیواناتو سره تماس زیاتېږي ورسره د کانګو په پېښو کې هم زیاتوالی راځي.

اوس هم د لوی اختر په درشل کې یو خو پوښتنه دا ده، چې اوس مهال په هېواد کې د کانګو تبط وضعیت څه ډول دی او عامې روغتیا وزارت یې د مخنیوي لپاره کوم تدابیر نیولي دي؟

د افغانستان د سرپرست دولت د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر زمان شرافت امرخیل نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۳ مه د ایرنا خبري آژانس له خبریال سره په خبرو کې و ویل: د ۲۰۲۴ کال د پیل راهیسې په تېرو پنځو میاشتو کې موږ په ټول هېواد کې د کانګو ۲۰۳ مثبتې پېښې لرو چې له دې ډلې شپږو ناروغانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه شمېر په تېر کال کې ۱۲۴۴ پېښو ته رسېده چې له دې ډلې ۱۰۰ ناروغانو ژوند له لاسه ورکړی وو.

زمان شرافت و ویل، د ۲۰۲۴ کال د لومړنیو میاشتو په پرتله په وروستیو دوه میاشتو کې د کانګو په ناروغانو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی خو موږ ورته د روغتیايي خدماتو له پلوه پوره چمتوالی لرو او خدمات به ورته وړاندې کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند د دغه ناروغۍ پر وړاندې د یاد وزارت د تدابیرو په اړه و ویل: د افغانستان اسلامي امارت په ټول هېواد کې د دې لپاره چې د کانګو ناروغۍ مخنیوی وکړي وخت په وخت یې سمینارونه دایر کړي، د علماو او روغتیايي کارکوونکو په واسطه یې د ولسونو سره معلومات شریک کړي تر څو د دغه ناروغی مخنیوی وکړ.

شرافت وايي، د اوړي په رارسېدو سره د کانګو واقعات زیاتېږي په ځانګړې توګه د لومړی اختر په وخت کې چې زموږ ډېری هېوادوال له حیواناتو سره د قربانۍ پر مهال په تماس کې راځي په دغه سې حالتونو کې زموږ سره واقعات زیاتېږي.

د هغه په وینا، د دغه ډول ناروغانو لپاره په کابل او ولایتونو کې په انتاني روغتونونو کې ورته روغتیايي خدمات وړاندې کېږي او د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته په دغه ټولو مرکزونو کې هغه درمل او د وینې پلازما چې دغه ډول ناروغانو ته په کارېږي موجود دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، له ولسونو مو غوښتنه دا ده، چې روغتیايي کارکوونکو سپارښتنې عملي کړي تر څو له دغه ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي.
د ایرنا د راپور له مخې، د روغتیايي ډاکټرانو په وینا کانګو تبه یوه شدیده تبه ده چې تر ډېره د کنې له لارې انتقالېږي.

که څه هم دا ویروس د څارویو لپاره ځانګړی دی، د کانګو تبه په جلا توګه او د اخته کیدو پیښې هم په انسانانو کې پیښیږي. دا ناروغي د مړینې لوړه کچه لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .