AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۳ ۱۰:۵۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85506494
T T
۰ Persons

Tags

باقري: ایران او روسیه دې اړیکو پراختیا ته ژمن دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۳ ۱۰:۵۵
News ID: 85506494
باقري: ایران او روسیه دې اړیکو پراختیا ته ژمن دي

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، تهران او مسکو کلک هوډ او ثابت قدمه دي تر څو به بېلا بېلو برخو کې دوه اړخیزه همکاریو ته پراختیا ورکړي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه د روسیې د نیژني نووګورود کې د برېکس غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې یوې روسي رسنۍ ته و ویل: ایران او روسیه دوه ګاونډیان او له تاریخي اړیکو برخمن هېوادونه دي.

هغه دې ته په اشارې سره چې په تېرو کلونو کې د ایران او روسیې د اړیکو ډګرونه ډېر پراخ شوي او د دواړو هېوادونو په وړاندې ګډو ګواښونو د تهران او ماسکو لپاره ګډ فرصتونه وړاندې کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړه: په دې اساس دواړه هېوادونه په مختلفو برخو کې د خپلو دوه اړخیزو ملګرتیاو د پراختیا لپاره جدي او ټینګ هوډ لري.

باقري وويل: د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو زياتوالى ښيي چې مشران یې هوډ لري د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې پياوړې کړي او له ټولو فرصتونو څخه د دواړو هېوادونو او ولسونو په ګټه کار واخلي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .