کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سه شنبې شپه د غبرګولي ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: مزار شریف کې دغه درې ورځنی نندارتون د سیمه ییزه چارواکو او یو شمېر صنعت کارانو او سوداګرو په شتون کې پرانستل شو.
د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې درې ورځني نندارتون کې د هېواد کورني توليدات او محصولات په ١٣٠ غرفو کې نندارې ته ايښودل شوي دي چې په لومړۍ ورځ د بلخ ولايت څه دپاسه ٥٠٠٠ تنو ښاريانو ترې ليدنه وکړه.
دا نندارتون هره ورځ د سهار له اتو بجو د ماښام تر ۶ بجو پورې د لیدونکو لپاره خلاص وي.
د پیغام پای/
Your Comment