AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۳ ۱۰:۳۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85506407
T T
۰ Persons

Tags

د لوړو زده کړو برخه کې ډېر پرمختګونه لرو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، افغانستان پر سیاسي او اقتصادي برخو سربېره د لوړو زده کړو برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د لوړ زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه د روسیې د تاتارستان په کازان ښار کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په دویمه نړیواله غونډه کې د وینا پر مهال و ویل، چې اسلامي امارت د لوړو زده کړو برخه کې هم ډېر پرمختګونه لري.

مولوي ندیم زیاته کړه: زموږ هېواد د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د سیاسي او اقتصادي برخو سربېره د لوړو زده کړو برخه کې هم ښه پرمختګونه کړي دي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د ۱۳۱ نصابونو د بیا کتنې، د ۱۴ لویو بنسټیزو پروژو پلي کول او د افغانستان په تحصلي بنسټونو کې د ۵۰۰ زره محصلینو شتون له پرمختګونو یاد کړل.

نوموړي څرګنده کړه: افغانستان تل د نورو تر یرغل لاندې راغلی او زیان ورته رسېدلی دی خو د افغانستان اسلامي امارت هېڅ کله هم د چا په کورنیو چارو کې مداخله نه ده کړې او له نورو هم ورته تمه لري.

مولوي ندیم و ویل: موږ تل د مخربو کړیو پر وړاندې مبارزه کړې او بیا به یې هم کوو.

نوموړي د ګډون کوونکو هېوادونو د لوړو زده کړو او پوهنې له وزیرانو وغوښتل، چې له افغانستان سره د ګډو همکاریو تړونونه لاسلیک او عملي کړي، څو د یو بل له سوداګرۍ څخه ګټه پورته شي.

د ایرنا د خبر له مخې د ۴۲ هېوادونو د لوړو زده کړو او پوهنې د وزیرانو دویمه نړیواله غونډه هر کال د روسیې د تاتارستان په کازان ښار کې جوړیږی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .