AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۱ ۹:۲۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85503868
T T
۰ Persons

Tags

سرپرست دولت په هېواد کې د نوري فایبري خدماتو پراختیا ته هڅې کوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستیال کابل کې د یوې ناستې پر مهال په هېواد کې د نوري فایبر خدماتو په پراختیا ټینګار وکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ادرګ نن دوشنبې د غبرګولي ۲۱ مه خبر ورکړی چې د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تر مشرۍ لاندې د نوري فایبر پروژې د ستونزو د هوايي او نورو مخابراتي شبکو او ټولنیزو خدماتو لپاره ټاکل شوي پلاوي غونډه وکړه.

په دغه ناسته کې لومړی په هېواد کې د بنسټیزو پروژو د ښه پلي کېدو او همغږۍ په اړه خبرې اترې وشوې.

دغه راز په هېواد او په ځانګړي ډول په کابل ښار کې د نوري فایبر د خدمتونو او د اوبو رسولو د شبکې د پراختیا، انټرنیټي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي، د څښاک د اوبو د چارو د ښه تنظیم او د اړوندو ادارو ترمنځ د لازمې همغږۍ په اړه خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د بنسټيزو پروژو د پلي کېدو په بهير کې د سړکونو او عامه تاسيساتو د ويجاړېدو د مخنيوي په خاطر هراړخيز بحث او کتنه وشوه او لازم تصميمونه ونيول شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .