AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۰ ۲۰:۱۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85503481
T T
۰ Persons

Tags

افغانستان او ازبکستان پر علمي همکاریو خبرې وکړې

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۰ ۲۰:۱۸
News ID: 85503481
افغانستان او ازبکستان پر علمي همکاریو خبرې وکړې

کابل- ایرنا د افغانستان د سرپرست دولت د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د ازبکستان له سفیر سره وکتل او د علمي همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او د دغه وزارت سرپرست لطف الله خیرخواه نن یکشنبې د غبرګولي ۲۰ مه په کابل کې د ازبکستان له سفیر یادګار خواجه شادمانوف سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په هغه هېواد کې د مېشتو افغان محصلينو د ستونزو د حل، د افغان ځوانانو لپاره د تحصيلي بورسونو او د دوه اړخيزو علمي همکاريو په اړه خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت د علومو اکاډمۍ سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دیني، ژبني او کلتوري مشترکاتو ټینګار وکړ او د پوهنې په برخه کې یې د ازبکستان د مرستو قدرداني وکړه.

د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف وویل: اوسمهال په ازبکستان کې ۴۳ افغان محصلین په زده کړو بوخت دي.

هغه د لیسانس په برخه کې د ۵۰ تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر هم ورکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو علمي همکاریو لپاره چمتووالی وښود.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .