AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۰ ۲۰:۱۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85503479
T T
۰ Persons

Tags

د بامیانو والي: له ټول ولایت نه باید سوالګر راټو او ورته سرپناه ځانګړې شي

کابل- ایرنا- د بامیان ولایت والي امر کړی، چې ټول ښځینه او نارینه سوالګر باید له دغه ولایت څخه راټول او د هغوی د حقونو د ورکړې لپاره یوه سرپناه په پام کې ورته ونیول شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د بامیان ولایت د والي دفتر نن یکشنبې د غبرګولي ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د والي عبدالله سرحدي په مشرۍ د سوالګرو او سوالګرۍ د مخنوي په موخه یوې کمېټې غونډه جوړه کړې وه.

په دغه ناسته کې والي ویلي، د ټولو مسوولینو مسوولیت دی، چې سوالګر د مشرتابه د کړنلارې سره سم وپېژني او راټول یې کړي.

د باميانو والي د سوالګرو د پيژندلو او راټولولو د کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه چې د کمېټې غړي په دقيقه، بې پرې او په بشپړه شفافه او عادلانه فضا کې د ټولو سوالګرو د پيژندلو او راجستر کولو مسووليت لري، د سرپناه جوړول او اړوندو څانګو ته د اوسیدو اسانتیاوې برابرول ترڅو د اړوندو دولتي څانګو له لارې دوی ته د سرپناه او میاشتني معاش ورکړل شي.

د باميانو والي دغه راز د باميانو د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ رياستونو ته لارښوونه وکړه چې په باميانو کې له همکارو بنسټونو سره خبرې وکړي او د سوالګرو د پېژندنې او ټولولو او د هغوى لپاره د سرپناه جوړولو په اړه دې ولايت مقام ته راپور ورکړي.

د خبرپاڼې په پای کې راغلي، چې د سوالګرو د راټولولو او د سوالګرۍ د مخنیوي کمېټه د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت او د کار او ټولنیزو چارو، عدلیې، اقتصاد، او کورنیو چارو، پوهنې، عامې روغتیا، اطلاعاتو او فرهنګ عن المنکر، ارشاد، حج او اوقاف، د شهیدانو او معلولینو چارو او د ښاروالۍ د چارو د همغږۍ عمومي ریاست، افغاني سرې میاشتې، د زندانونو د تنظیم او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سوالګرو د راټولولو، د سوالګرۍ د مخنیوي او د سرپناه جوړولو او هغوی ته د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه د سرپرست حکومت د رهبرۍ له خوا پانګونه شوې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .