AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۰ ۲۰:۱۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85503478
T T
۰ Persons

Tags

هرات ولایت کې «عالي دي او افغاني دي» درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی دی، چې هرات ولایت کې د داخلي تولیداتو لپاره د بازار موندنې په موخه د عالي دي او افغاني دي تر عنوان لاندې درې ورځنی نندارتون پرانستل شو.

 کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو نن یکشنبې د غبرګولي ۲۰ مه اعلان کړی دی، چې د دغه نندارتون په ۹۵ غرفو کې داخلي تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي، چې تر اوسه پورې زرګونو کسانو ترې لیدنه کړې ده.

په ورته وخت کې د هرات اوسېدونکو له دغه نندارتون څخه خوښي ښودلې او له مسوولینو غواړي، چې دغه ډول نندارتونونه زیات کړي.

د پیغام پای/

Tags

Your Comment

You are replying to: .