AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۰ ۱۰:۴۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85502788
T T
۰ Persons

Tags

کانونو وزارت په ۱۰ ورځو کې ۱۳۰ زره ټنه خام تېل پلورلي دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند اعلان کړی، چې د کانونو او پټرولیم وزارت په تېرو ۱۰ ورځو کې ۱۳۰ زره ټنه خام تېل پلورلي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبې د غبرګولي ۲۰ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: چې د کانونو او پټرولیم وزارت په تېرو ۱۰ ورځو کې ۱۳۰ زره ټنه خام تېل چې د آمو سیند له حوزې څخه استخراج شوي و د یو اویا میلیون او شپږ سوه زره ډالرو په ارزښت په داخلي پانګوالو وپلورل.

دغه وزارت نن ورځ هم شل زره ټنه خام تېل د دواطلبۍ له لارې پلوري او دا لومړی ځل دی، چې افغانستان په دوه اونیو کې یو سل پنځوس زره ټنه خام تېل پلوري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .