کنعاني: د اسرائیلي توکو تحریمول د دولتونو او امنیت شورا د بې عملۍ پر وړاندې ګټوره لار ده

کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د دولتونو او ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلو د جنګي جنایتونو نه درلولو بې عملۍ پر وړاندې د ملتونو مسوولیت جوړېږي، چې د اسرائیلو توکي تحریم کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن شنبې د غبرګولي ۱۹ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: ۲۴۵ ورځې کېږي، چې د غزې تراډې پر خلکو د صهیونیستي رزيم هراړخیزه، مرګونې بریدونه چې ښځې او ماشومان په کې شهیدانېږي په مسلسل ډول دوام لري.

هغه زیاته کړه: په تېرو ۲۴۵ ورځو کې د غزې په تراډه کې تر ټولو ستر نړیوال جنایتونه، له هغې جنګي جنایتونه، د بشریت ضد جنایتونه او د هېوادوالو، ښځو او ماشومانو په ډله ییزه وژنه، په کمپونو، ښوونځیو، جوماتونو، روغتونونو، پوهنتونونو، کلیساګانو باندې بریدونه، د بندیانو وژل، هدفي وژنې، د خبریالانو هدفي وژنې، د مصنوعي لوږې او قحطۍ د وسلو کارول، د غزې د یو ملیون څخه د زیاتو خلکو جبري بې ځایه کېدل، په بشري چارو کې د نړیوالو سازمانونو د کارکونکو وژل او داسې نور د صهیونیستانو د جنګي جنایتونو برخه دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړه: د فلسطینیانو په خلاف د صهیونیست رژیم د جنګي جنایتونو په بندولو کې د دولتونو او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د بې غورۍ له امله د ولسونو او هم د غیر دولتي موسسو مسوولیت دی، چې د فلسطین د مظلوم ملت ملاتړ لپاره د صهیونیستي توکو او شرکتونو تحریم تر ټولو اسانه خو ډېر اغیزناک لار ده.

د ایرنا د راپور له مخې د فلسطین د اطلاعاتو ادارې په یوې بیانیه کې اعلان وکړ چې د غزې په تراډه کې څه د پاسه ۱۷۵۰۰ ماشومانو خپل مور او پلار له لاسه ورکړي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .