AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۹ ۱۶:۰۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85502214
T T
۰ Persons

Tags

ایران: پروني ماته خوړلي بیا نه شي کولی افغانستان کې رول ولوبوي

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، پروني ماته خوړلي بیا نه شي کولی افغانستان کې رول ولوبوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري نن شنبې د غبرګولي ۱۹ مه د سیمه ییز تماس ډلې ناستې ته په پیغام کې د افغانستان د راتلونکې د اهمیت په اړه و ویل: پروني ماته خوړلي او نیواکګر نه شي کولی تر سیاسي عنوانونو لاندې بیا په افغانستان کې کوم رول ولوبوي.

هغه ټینګار وکړ، چې له درې کلونو اشغال وروسته لا هم د افغانستان د ستونزو رییښې په اشغالګرۍ کې پټې دي.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو د پلانونو په چوکاټ کې د سیمې د هېوادونو همکاري او د افغانستان له سرپرست دولت سره به د افغان کډوالو د ستونزو په حل او راستنېدو کې مرسته وکړي، همدارنګه په دې برخه کې د افغانستان د ټول شموله حکومت د جوړولو اړتیا ته هم پاملرنه شوې ده.

باقري دغه راز د افغانستان د مخابراتي شبکو په پام کې نيولو باندې ټينګار وکړ او په افغانستان کې د نفوذ لپاره هر ډول بهرنۍ هلې ځلې د افغانستان د ستونزو د زياتوالي لامل وباله.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له ټولو هغو نوښتونو څخه چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات سبب کېږي، د ایران په ملاتړ په ټینګار سره وویل: د ملګرو ملتونو د پلانونو په چوکاټ کې سیمه ییزه همکاري د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د شرایطو له ښه والي سره مرسته کوي.

د ایرنا د خبر له مخې د سیمه ایز تماس ډلې غونډه نن د افغانستان په چارو کې د ایران، چین، روسیې او پاکستان د استازیو په شتون کې په تهران کې جوړه شوه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .