AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۹ ۱۳:۳۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85502078
T T
۰ Persons

Tags

لیبرمن: غزه کې بشپړې ستړیا او ذلت ته رسېدلي یو

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۹ ۱۳:۳۱
News ID: 85502078
لیبرمن: غزه کې بشپړې ستړیا او ذلت ته رسېدلي یو

کابل- ایرنا- د «یسرائیل بیتنو» ګوند مشر او د صهیونیستي رژیم د دفاع پخواني وزیر اعتراف کړی، چې غزه کې له ۸ میاشتنې جګړې وروسته د بشپړې بریا پر ځای بشپړې ستړیا او ذلت ته رسېدلي یو.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د «یسرائیل بیتنو» ګوند مشر او د صهیونیستي رژیم د دفاع پخواني وزیر آویګدور لیبرمن جمعه د غبرګولي ۱۸ مه اعتراف وکړ، چې اسرائیلو شمالي سیمې له لاسه ورکړې او دغه راز د حزب الله پر وړاندې هر کار چې وغواړي کوي یې او ورته تسلیمېږي.

هغه زیاته کړې: اسرائیلو له ۸ میاشتو جګړو وروسته ونه شوای کولی حماس له منځه یوسي او نه یې له غزې اسراييلي بنديان بېرته نه راوګرځول.

د صهیونیستي رژیم د کابینې د مخالفې ډلې مشر یایر لاپید هم په یوه بیانیه کې وویل: د بنیامین نتانیاهو فاسده کابینه د دغه رژیم د خرابو سیاسي حالاتو د مخنیوي توان نه لري.

هغه زیاته کړه: فاسده کابینې د اسرائیلو د سیاسي وضعیت د خرابېدو د مخنیوي توان له لاسه ورکړی دی.

په ورته وخت کې، د اسراییلو راډیو او ټلویزیون راپور ورکړی چې د اسرائیلو د جګړې د کابینې غړي، بیني ګانټز، نن استعفا کړې او احتمال لري چې بنیامین نتنیاهو به د جګړې کابینه منحل کړي.

د دې راپور له مخې، د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن ادارې له ګانټز څخه وغوښتل چې په خپله پریکړه له سره غور وکړي او د اوس لپاره استعفا ته مخه نه کړي.

ګانتز مخکې د نتانیاهو لپاره ضرب الاجل ټاکلی و او ویلي یې وو: د جګړې کابینه باید یوه د غبرګولي د ۱۹ مې په راسېدو سره باید زموږ د بندیانو د خلاصون او د حماس د حاکمیت د کمولو لپاره نوې ستراتېژي وټاکي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .