د صهیونیستانو لپاره بله استخباراتي ماته/ نیواکي ځمکې ته فلسطیني مجاهدین ننوتي

کابل- ایرنا- رسنیزو سرچینو نیواکي سیمو ته د یو شمېر فلسطیني مجاهدینو د ننوتو او د صهیونیستي رژیم له پوځ سره د جګړو خبر ورکړی دی.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې المیادین شبکې نن پنشنبې د غبرګولي ۱۷ مه خبر ورکړی چې د فلسطین یو شمېر مجاهدین نیواکي سیمو ته د ننه شوي او د صهیونیستي رژیم له پوځیانو سره په جګړه بوخت دي.

صهیونیستي رژیم په دې اړه اعلان کړی دی، چې د غزې تراډې په اشغالي سیمو کې یوه امنیتي پېښه رامنځ ته شوې ده.

د صهیونیستي رژيم راډیو راپور ورکړی دی، چې د فلسطیني مجاهدینو یو ټیم دوه ساعته وړاندې د رفح ښار «کرم ابوسالم» پولې  له لارې نیواکي سیمو ته ننوتي دي.

په ورته وخت کې د صهیونیستي رژيم پوځ په دغه سیمه کې د خپلو پوځیانو او فلسطیني مجاهدینو تر منځ د نښتې خبر ورکړی دی.

د صهیونیستي رژيم پوځ دغه راز اعتراف کړی دی، چې په دغه جګړه کې یې دوه پوځیان ټپیان شوي دي.

د صهيونېسټ رژيم د څارنې ادارې د دغه استخباراتي ناکامۍ د جزئياتو په خپرولو بنديز لګولی دی.

د ایرنا د خبر له مخې په غزې تراډه باندې د صهیونیستي رژیم د تېریو له پیل څخه د اتو میاشتو په تېرېدو سره له کومې نتیجې او لاسته راوړنې پرته دغه رژیم ورځ په ورځ په خپلو داخلی او خارجی بحرانونو کې ډوبېږي.

صهیونیستي رژیم په دې موده کې په دغه سیمه کې له قتل عام، ورانۍ، جنګي جنایتونو، د نړیوالو قوانینو په خلاف ورزیو، د مرسیتندویه موسسو په بمباریو او له قحطۍ پرته بل څه نه دي ترلاسه کړي.

نیواکګر رژیم په راتلونکې کې د کومې لاسته راوړنې په پام کې نیولو پرته دغه جګړه له لاسه ورکړې ده او ان اته میاشتې وروسته هم نه دی توانېدلی چې په یوه وړه سیمه کې چې له کلونو راهیسې تر کلابندۍ لاندې ده، د مقاومت ډلې تسلیمېدو ته مجبور کړي او په غزه کې د ښکاره جنایتونو د ترسره کولو له امله د نړۍ د عامه افکارو نیوکې له پامه وغورځوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .