AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۷ ۱۲:۰۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85500391
T T
۰ Persons

Tags

هرات کې د سږ کال د کانکور ازموینې لړۍ پیل شوه

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۷ ۱۲:۰۸
News ID: 85500391
هرات کې د سږ کال د کانکور ازموینې لړۍ پیل شوه

هرات- ایرنا- د سږ کال د سرتاسري کانکور ازموینې لړۍ نن په هرات ولایت کې پیل شوه.

هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د هرات ولایت د ماسټرۍ، د دارالعلومونو، دارلمعلمینونو او ښوونځیو د کانکور ازموینې لړۍ نن پنشنبې د غبرګولي ۱۷ مه د دغه ولایت د والي نور احمد اسلام جار، د کانکور د ملي کمېټې د رییس مولوي عبدالباقي حقاني د هرات د پوهنتون رییس ابوالحکمت مفتي عبدالغفار او د پوهنې رییس رحمت الله جابر په حضور کې پیل شوه.

د هرات والي مولانا اسلام جار په پوهنتونو کې له ټیکنالوژۍ پر ګټې اخیستنې ټینګار وکړ ویې ویل، اسلامي امارت په هېواد کې د اسلامي او عصري علومو پرمختګ ته ژمن دی.

د هرات والي زیاته کړه: د لوړو زده کړو بنسټونه باید د بازر د غوښتنو سره سم په بېلا بېلو رشتو کې متخصیصینو ته زده کړې ورکړي هغوی بازار ته وړاندې کړي ځکه له دې لارې کېدای شي، چې ټولنه د پرمختګ لوړو څوک ته ورسېږي.

د کانکور ملي کمېتې رییس مولوي عبدالباقي حقاني د کانکور پروسې له روڼ والي ډاډ ورکړ او له ځوانانو او د کانکور له ګډونوالو یې وغوښتل چې په خپلو هڅو او زیار سره د پوهې په تر لاسه کولو د هېواد د پرمختګ لپاره ګټور ګامونه پورته کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .